الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي

14454.jpg (1820 × 1024)

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د اساسي جوړولو په موخه، د کیندلو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د استنادي دیوالونو د جوړولو چارې روانې دي.  د یاد سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې په څلور لیکو کې (۷ ) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، چې د یوه معیاري سړک د تولو برخو په ګډون به د راتلونکو پنځلسو میاشتو په موده کې جوړ شي. د دغه سړک په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار د سویلي زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، او بله خوا د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران به د دې مهم سړک د جوړولو پروژې د پلي کېدو له بېلابېلو پړاوونو څخه، د کار د کیفیت د تضمین په موخه، خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.