په کابل ښار کې د ۱۴۰۴ کال د نیالګیو کېنولو پسرلنۍ ملي برنامه د ( یو نیالګی کېنوئ او ساتنه یې وکړئ) تر سرلیک لاندې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال داکټر زین العابدین عابد، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، لوړ پوړو امارتي چارواکو، دیني عالمانو، د همکارو موسسو او بنسټونو د استازو او د کابل ښاریانو له لوري په بابر بڼ کې د څو نیالګیو په کېنولو سره پیل شوه. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو په خپلو خبرو کې د اسلام او ساینس له نظره د نیالګیو او زرغونو سیمو د اهمیت په اړه رڼا واچوله او ویې ویل: د نیالګیو کېنول د اجر او ثواب ترڅنګ، د انسانانو او طبعیت په ژوند او پایښت کې مهم رول لري. د دوی په وینا ؛ د افغانستان په ځانګړې توګه د کابل ښار په کچه شته زرغونې سیمې بسنه نه کوي او ټول هېوادوال باید د خپلو ملکیتونو مخې ته یو یو نیالګی کېنوي او په ساتنه او پالنه کې دې خپل ملي او اخلاقي مسئولیت ادا کړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د زرغونتیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ پر فعالیتونو رڼا واچوله او ویې ویل: د ۱۴۰۴ لمریز کال د نیالګیو کېنولو په موسم کې کابل ښاروالۍ د کابل ښار په کچه د یو ملیون نیالګیو کېنولو ته چمتوالی لري او هیله یې وښوده چې، ټول په دې ملي برنامه کې په برخه اخیستلو سره د کابل ښار په ښکلا، زرغونتیا او سمسورتیا کې خپل مسئولیت ادا کړي. د نیالګیو کېنولو د موسم پیل به د یو زرغون او ښکلي کابل ښار د موندلو لپاره ګټور ګام وي.
په کابل ښار کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د نیالګیو کېنولو پسرلنۍ ملي برنامه پیل شوه