الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال - لوېدیځ نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي

14474.jpg (1820 × 1024)

د کابل شمال - لوېديځ نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخې د جوړولو په موخه، د کيندلو او د جدولونو د نصبولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې رياست له خوا روانې دي. دغه نښلوونکی سړک د ذاکرین له ښارګوټي ( د خیرخانې کوتل سړک) څخه د قرغې تر سړک پورې (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، چې تر دې دمه یې څه باندې (۷) کیلومتره برخه جوړه شوې ده. هڅه کېږي چې د دغه سړک د جوړولو چارې ژر تر ژره بشپړې شي، څو له یوې خوا له شمالي ولایتونو څخه د کابل لوېدیځ ته ترافیکي بهیر ووېشل شي او بله خوا به د سرای شمالي او کابل ښار د ننه سړکونو کې ګڼه ګوڼه کمښت ومومي