د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

14488.jpg (1820 × 1024)

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې چې، د هوا د سړښت له امله ځنډېدلې وې بیا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۲۷۹۴) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري،   د (۱۱۰۰) متره برخې قیر چارې یې له ژمي وړاندې په دوه لیکو کې ترسره شوې او اوس مهال یې د پاتې برخو په جوړولو کار روان دی ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې د لښتیو، کانال، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو  جوړول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول، او د یوه معیاري سړک نورې برخې شاملې دي چې، د کار له کیفیت څخه یې په بیلابېلو پړاونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې او مکروریانو  څلورلارو او په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.