الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند د زرغون کمربند په سیمه کې د بېلابېل ډوله نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې

14492.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ښکلا او سمسورتیا په موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د څوارلسمې ناحیې اړوند د قرغې بند د زرغون کمربند په سیمه کې د ۹۷۰۰ میوه لرونکو او بې میوې نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل: د قرغې بند زرغون کمربند چې، ۲۸۰ هکټاره ځمکه په بر کې نیسي، مخکې پکې ۲۰۰ زره نیالګي کېنول شوي او اوس مهال ټاکل شوې ده ۹۷۰۰ نور نیالګي چې، ۵ زره د بادام، ۲ زره د ارغوان، زر د مورپان، زر د ناجو، ۴ سوه د پستې، ۳ سوه د توت، ۲۵۰ د لمنځې او ۲۵۰ نور یې د سرو دي. نوموړي زیاته کړه چې، دا نیالګي به په منظمه توګه خړوب شي ترڅو دا ځای په یوه مناسب او لوی تفریحي ځای بدل شي. کابل ښاروالي د ښار په دننه کې د زرغونو سیمو د پراختیا سربېره د کابل ښار شاوخوا د غرونو او تپو د زرغونتیا ته هم پام کوي ترڅو کابل ښاریان یوه آرامه، پاک او سوکاله ښاري چاپېریال ته لاس رسی ومومي.