الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې ۵۰۰ نیالګي کېنول شول

14498.jpg (1820 × 1024)

د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو کېنولو د برنامې په دوام د لسمې ناحیې اړوند د وزیر محمد اکبرخان په ۱۶ سړک سیمه کې ۵۰۰ د مورپان او ناجو نیالګي چې، د یادې ناحیې د اوسېدونکو له لوري چمتو شوي وو کېنول شول. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري وویل چې، د ۱۴۰۴ کال په پسرلي کې به د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو نیالګي کېنوي. نوموړي د ښار په ښکلا او زرغونتیا کې د ښاریانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې، که چېرته هر ښاري د خپلې سیمې په ښکلا او زرغونتیا کې برخه واخلي، ډېر ژر به د یوه ښایسته او زرغون کابل ښار شاهدان و اوسو. ورته مهال د لسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د یادې ناحیې د زرغونتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د خپلې سیمې د نیالګیو او ونو ساتنه او پالنه کې به خپل ملي او اخلاقي مسئولیت ګڼي او په ښه توګه به یې اداء کوي