الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

14500.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د کیندنو، خاورې لېږدولو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د دغه سړک د جوړولو چارې چې، (۱۷۶۷) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به د نږدې یوه کال په موده کې بشپړې شي. یاد سړک چې، د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره نښلوي؛ د ترانسپورتي ستونزو په هوارولو او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. د دې پروژې د چارو له کیفیت څخه د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له لوري په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي