د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند اړوند د منشي میرغلام ښارګوتي په سیمه کې د نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

14502.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د اوولسمې ناحیې اړوند دمنشي میرغلام ښارګوتي په زرغون کمربند کې د (۸۱۸٠) میو لرونکو او بې میوې نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: د منشي میر غلام ښارګوتي د زرغون کمربند سیمه (۱۸۵) هکټاره مساحت لري چې، اوس مهال د یادې سیمې د زرغونتیا په موخه، (۸۱۸٠) د پستې، بادام، عکاسي، ګنډیري او توت نوي نیالګي کېنول کیږي.  نوموړي زیاته کړه چې، تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې (۴۵۰۰۰) میوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېنول شوي دي چې، ښه وده  یې کړې ده. کابل ښاروالي د ښار په دننه کې د زرغونو سیمو د پراختیا سربېره، د کابل ښار شاوخوا غرونو او د تپو زرغونتیا ته هم پام کوي ترڅو کابل ښاریانو ته یو آرام، پاک او سوکاله ښاري چاپېریال رامنځته شي