د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

روشن مخابراتي شرکت د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

14506.jpg (1820 × 1024)

د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه روشن مخابراتي شرکت د ۵۰۰ ناجو نیالګیو په چمتو کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان له یاد شرکت څخه مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالي د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې ګټور پلانونه لري چې، د ښاریانو او خصوصي سکټور په مرسته به یې پلي کړي. نوموړي زیاته کړه، د ښار په بېلابېلو برخو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې دي او اړتیا ده چې، هر ښاري د خپل ملکیت مخې ته او یا په نورو ښاري سیمو کې نیالګي کېنوي او د خړوبولو په برخه کې یې هم خپل ملي، ښاري او اخلاقي مسئولیت ادا کړي. ورته مهال د روشن مخابراتي شرکت سیمه ییز رئیس محمد آصف شریفي وویل: د ښار زرغونتیا او ښکلا یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان باید لاس په کار شي. نوموړي ژمنه وکړه چې، په راتلونکې کې به یاد شرکت له کابل ښاروالۍ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.