د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په آزادۍ پارک او د میوې مارکېټ د سړک په زرغونو سیمو کې د ۴۷۷۵ نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې

14512.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې د آزادۍ په پارک او د میوې مارکېټ له څلورلارې څخه تر تنظیف څلورلارې به د سړک په اوږدو کې د ۴۷۷۵ مورپان، ناجو او سرو نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: ټاکل شوې ده له پورته یاد شوي شمېر څخه ۳۵۰۰ په آزادۍ پارک او ۱۲۷۵ نور یې د میوې مارکېټ له څلورلارې څخه تر تنظیف څلورلارې پورې د سړک په اوږدو کې کېنول شي. نوموړي زیاته کړه چې، د پلان له مخې مخکې د آزادۍ پارک او د مارکېټ او تنظیف څلورلارو زرغونې سیمې بیارغول شوې دي او د نیالګیو کېنولو لپاره چمتو دي او اوس به په معیاري توګه پکې نیالګي کېنول شي ترڅو د ښار په ښکلا او د ښاریانو په رواني دید کې مثبت بدلون راشي. د زرغونتیا رئیس یو ځل بیا له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د زرغونو سیمو په ساتنه او خړوبولو کې د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره مرسته وکړي