په لومړۍ ناحيه کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د نيالګيو ايښودلو کمپاين، د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل، د لومړۍ ناحيې مرستيال مولوي شمس الدين الهام، د علماوو شورا غړو، ګذر وکيلانو او د دې ناحیې د ځوانانو په ګډون د نيالګيو په ايښودلو سره پيل شو. له همدې امله په جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئيس د ښاري زرغونو سیمو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: د لومړۍ ناحيې د زرغونو سیمو د پراختيا په موخه به څه باندې لس زره نيالګي کېنول شي. نوموړي د لومړۍ ناحيې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د زرغونو سیمو په ساتنه کې خپله ملي او ديني دنده ادا او د ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره مرسته وکړي. دغه راز د کمپاین ګډونوالو وویل: د لومړۍ ناحیې مسئولین او ښاریان د دې ناحیې د بېلابېلو سیمو ښکلا او زرغونتیا ته ژمن دي، موږ به هغه سیمې چې د زرغونېدو وړتیا ولري، د نیالګیو په کېنولو او پالنې سره به یې زرغونې کړو ترڅو په راتلونکي پسرلي کې یو زرغون او ښکلی ښار ولرو.
په لومړۍ ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو