الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

14527.jpg (1200 × 675)

د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه سیمې څخه د بادام باغ تر سړک پورې د (۵۶۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور د نښلوونکي سړک د اساسي جوړولو په موخه، د کیندنو، خاورې لېږدولو، د استنادي دېوالونو او لښتیو جوړولو چارې روانې دي. د سړک جوړولو دغه پروژه به د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې په معیاري توګه بشپړه شي. د یاد نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پروان سه او بادام باغ سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي او بله خوا دغه سړک د کابل ښار د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې ځانګړی اهمیت لري