د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

14529.jpg (1820 × 1024)

په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني، د کابل ښاروالۍ د يو شمېر رئیسانو، د یادې ناحیې ځیني علماوو، ګذر وکيلانو او ځوانانو په ګډون پيل شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي ؤ، د دويمې ناحيې رئیس مولوي فضل کريم صديقي، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد، د ټولنيزو او عامه چارو د همغږۍ رئيس قاري انعام الله قاضي زاده او د زرغونتیا رياست تخنيکي مرستيال سراج الدين پټان هر يو په خپل وار سره د نيالګيو ايښودلو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:  د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره د نیالګیو کېنولو موسم ښه فرصت دی، په دې موسم کې باید نیالګي کېنوو او په دوامداره توګه ترې ساتنه وکړو. د دوی په وینا؛ د دویمې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه به زرګونه نیالګي په معیاري توګه کېنول شي. د یادونې وړ ده چې، د دویمې ناحیې د بېلابېلو سیمو دزرغونتیا په موخه، یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د (۲۸۰۰) نیالګيو مرسته کړې ده.