الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

ضمیر خیریه بنسټ د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

14533.jpg (1820 × 1024)

ضمیر خیریه بنسټ د کابل ښار زرغونتیا په موخه، (۵) زره د مورپان او ناجو نیالګیو  او مرسل ګلانو په چمتو کولو او د اتمې ناحیې په ښاري سیمو کې یې په کېنولو سره د ښار په ښکلا، او زرغونتیا کې برخه واخیسته. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل له یاد بنسټ څخه د مننې ترڅنګ وویل: دا نیالګي او بوټي به په مناسبو ځایونو کې په معیاري توګه کېنول شي. ورته مهال د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني وویل چې، د نیالګيو کېنول د ټولو ښاریانو ملي او اخلاقي دنده ده، ونې او زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي وړاندې وویل چې، اړتیا ده د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه هر ښاري نیالګي کېنوي او په دوامداره توګه یې ساتنه وکړي.