د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر آرتل پله پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

14537.jpg (1820 × 1024)

 له جوی شیر څخه تر آرتل پله پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په وړاندې د پرتو خنډونو پاکولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د دې سړک په اوږدو کې د میشتو ښاریانو په مرسته روانې دي څو د یاد سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. په پام کې ده چې، له آرتل پله څخه تر دهمزنګ پورې د سړک جوړولو او پراختیا په وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې هم ډیر ژر پیل شي. د دویمې او درېیمې ناحیو اړوند له جوی شير څخه تر دهمزنګ پورې سړک په ټولیزه توګه (۱۸۶۰) متره اوږدوالی او له (٤٥) څخه تر (٦٠) مترو پورې سور، له جوی شير څخه تر پل آرتل پورې سړک (٨٢٠) متره اوږدوالى (٤٥) متره سور او له آرتل پله څخه تر دهمزنګ پورې سړک (۱۰۴۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري.  د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښار د اقتصادي ودې په موخه، د دغه سړک جوړول او پراختیا د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه ده چې، په بشپړیدو سره به یې ترافیکي بهیر هم وویشل شي