الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تنګي غارو په زرغون کمربند کې د ۱۶۵۰۰ نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې

14539.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا په موخه، د نهمې ناحیې اړوند د تنګي غارو په زرغون کمربند سیمه کې د بادام، پستې، ارغوان، روسي ولو او پشه خانې (۱۶۵۰۰) نیالګیو د ایښودلو چارې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا پیل شوې. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: د تنګي غارو سیمې د زرغون کمربند د ودې په موخه به له دغو نیالګي څخه په معیاري ډول څارنه وشي، څو دغه سیمه د ښکلا او تفریح کولو لپاره په یو مناسب ځای بدل شي. ښاغلي متوکل زیاته کړه چې، کابل ښاروالي د ښار په دننه کې د زرغونو سیمو د پراختیا سربېره، د کابل ښار شاوخوا غرونو او د تپو زرغونتیا ته هم پام کوي ترڅو کابل ښاریانو ته یو آرام، پاک او سوکاله ښاري چاپېریال رامنځته شي.