د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قصبې سیمې په زرغون کمربند کې د ۶۴۵۰ مېوه لرونکو او زینتي نیالګیو د اېښودل چارې پیل شوې

14547.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو د زرغونتیا په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د قصبې په زرغون کمربند کې د بادام، پستې، ارغوان، مورپان او ناجو  د (۶۴۵۰) نیالګیو اېښودلو چارې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست او د 15 ناحیې د مسئولینو، د یادې ناحیې د علماوو شورا غړو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون پیل شوې. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې تړاو وویل: د قصبې د زرغون کمربند پروژه چې په ټولیزه توګه (۲۳۶) هکتاره مساحت لري، د پراختیا په موخه یې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د خړوبولو، د نیالګیو کېنولو او پالنې ګڼ پلانونه ترلاس لاندې دي. ښاغلي متوکل زياته کړه، چې د قصبې په زرغون کمربند کې تر دې وړاندې څلوېښت زره نیالګي کېنول شوي، چې د نویو نيالګيو په کېنولو سره به دغه شمېره نوره هم لوړه شي. کابل ښاروالي د ښار په دننه کې د زرغونو سیمو د پراختیا سربېره، د کابل ښار شاوخوا غرونو او د تپو زرغونتیا ته هم پام کوي ترڅو کابل ښاریانو ته یو آرام، پاک او سوکاله ښاري چاپېریال رامنځته شي