د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کاری لړیو فورمونو تنظیم په اړه لومړني ناسته ترسره شوه

21 سنبله 1397


د کار چټکتیا او ړونتیا په موخه تیره چهارشنبه ورځ، د کاری لړیو فورمونو تنظیم په اړه لومړني ناسته د کابل ښاروالۍ مالی او اداری مرستیال احمد شعیب رحیم په مشرۍ جوړه شوه.
په دي ناسته کې چې د کابل ښاروالۍ مرکزی ریاستونو ریسانو سربیره په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې ملاتړ دفتر د ښار برنامي استازی هم ګډون درلود، کابل ښاروالۍ مالی او اداری معین د بیلا بیلو کاری برخو پيژندلو په اړه ټینګار وکړاو وې ویل: د کاری لړیو د فورمونو تنظم به موږ سره مرسته وکړي ترڅو د خلګو رضایت ترلاسه کړو او ړونتیا رامنځته شي او کابل ښاروالۍ به په یو ځواب ویونکي او ښه چوپړونو وړاندي کونکي اداري بدله شي.
نوموړی د کابل ښاروالۍ اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه تر څو په بشپړه همغږي د دوه اونیو په ترڅ کې د خپلو دندو کړنلاری سره سم مراجعینو ته د اجراتو فورمونه چمتو کړئ، ترڅو د هرې کړنې لپاره ځانګړی فورم له مخې چوپړونه وړاندې شي او د وخت له ضایعه کولو مخنیوی وشی او د خلګو رضایت تر لاسه شي.