دکابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا رياست د بېلا بېلو نيالګيو د ايښودلو سربېره، د حضوري چمن له سیمې څخه د کارته نو تر تپې پورې د سړک منځ ګلدانونو کې د مرسل ګلانو د کېنولو چارې پيل کړې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستيال سراج الدين پټان په دې هکله وويل: د ياد سړک په ګلدان کې، چې (۷) کيلومتره اوږدوالى لري، د مرسل ګلانو (۵۰۰۰) بوټي به کېنول شي. په دې ګلدان کې چې د اوبو لګولو سیسټم یې تیر کال جوړ شوی، چمن به هم وکرل شي. یاد ریاست په پام کې لري چې، د ښکلا او زرغونتیا د رامنځته کولو په موخه، د ښار په ګلدانونو، پارکونو او په نورو نوموتو ځایونو کې تر (۲۰۰) زرو زیات د مرسل ګلان کېنوي او پالنه به یې وکړي. کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د نیالګیو کېنولو موسم د کابل ښار د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت دی، موږ باید دا فرصت له لاسه ورنکړو او اړتیا ده چې هر ښاري لږ تر لږه د يو نيالګي په ايښودلو سره خپله ملي او ديني ونډه ادا کړي
د مرسل ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې