د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

14561.jpg (1820 × 1024)

د ښار په بېلابېلو برخو کې د نیالګیو کېنولو د پسرلني کمپاین په دوام، داځل په دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د یادې ناحیې د اوسېدونکو له خوا د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک په ګلدان کې د نیالګیو په کېنولو سره پیل شو. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد، د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد او د یادې ناحیې د سیمه ییزو شوراګانو غړو هر یو په خپل وار له علمي او مسلکي اړخه د نیالګیو په اهمیت خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې، د یوه زرغون کابل د جوړېدو لپاره باید ټول په دې کمپاین کې برخه واخلو. د یادې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه به د ښاریانو په مرسته بېلابېل  نیالګي کېنول شي او په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه وشي.