الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې د سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې پیل شوې

14566.jpg (1820 × 1024)

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې (د لښتیو پوښل او د ځینو برخو هوارول)  پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ د دغه سړک د جوړولو چارې چې، (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۳۰)  متره سور لري، تر اوسه (۷۴) سلنه مخته تللې دي.  نوموړي زیاته کړه چې، تر دې وړاندې د غازي لېسې له مخې څخه د دهبوري تر څلورلارې پورې د یاد سړک (۲۰۲۰) مترو په اوږدوالي او له دهبوري څلورلارې څخه تر کوټه سنګي پورې د (۸۴۰) مترو په اوږدوالي برخه قیر شوې ده، او پاتې برخه به یې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر او د ترافکیو پرمخ به پرانیستل شي. په دې پروژه کې د یوه معیاري سړک ټول جزئیات شامل دي او د کار د کیفیت او سرعت د تضمین په موخه یې له بېلابېلو پړاوونو څخه فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په پام کې لري، تر څو د دهمزنګ له څلورلارې څخه تر پل آرتل او جوى شير پورې سړک هم په معیاري توګه جوړ او پراختیا ورکړي