الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

28 حوت 1403

14568.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکي له تادیب او سپارښتنو سره مخ شول. د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني وویل: په هټیو، لویو پلورنځیو او قصابیو کې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخونو څارنه وشوه، هغه کسان چې، توکي یې له نرخنامې سره برابر پلورل لا وهڅول شول او چا چې سرغړونه درلوده د اصلاح په موخه ورته اړینې سپارښتنې وشوې. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه به د توکو له نیټې او کیفیت څخه څارنې هم دوام ولري