الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له قلعه زمان څخه د مکروریانو تر څلورلارې پورې د سړک په اوږدو کې د ۱۶۳۰۰ نیالګیو او ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې

14574.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د قلعه زمان خان شپېته متره سړک څخه  د مکروریانو تر څلورلارې او د څرخي پله سړک په اوږدو کې (۸۹۰۰) د ناجو، (۵۵۰) د مورپان او (۳۰۰) د شمشاد نیالګيو او د مرسل ګلانو (۶۵۵۰) بوټو د کېنولو چارې پیل شوې. د زرغونتیا ریاست فني مرستیال سراج الدین پټان په دې تړاو وویل: دغه نیالګي د یاد ریاست اړوند قوریو کې روزل شوي ؤ چې، په معیاري توګه به کېنول شي او په دوامداره توګه به یې پالنه او ساتنه کېږي. ورته مهال د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري وویل: ښاریان باید د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره  مرسته وکړي او خپله ملي او دیني دنده دې ادا کړي. نوموړي ژمنه وکړه چې، د نهمې ناحیې د اوسېدونکو په ملتیا به د قلعه زمان خان سړک په اوږدو کې زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړي.