د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د یو ویشتمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د څرخي پله د غازي آباد په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې چې، د هوا د سړښت له امله ځنډېدلې وې، بیا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې (۹۷۰) متره اوږدوالی او له (۴.۵) څخه تر (۵) مترو پورې سور لري تر اوسه یې (۲۰) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه میاشتو پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکي ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د یو ویشتمې ناحیې په دویم ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې بیا پیل شوې