د ښارد زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د پنځلسمې ناحیې په پارکونو او زرغونو سیمو کې د ۵ زره نیالګیو او ۳ زره ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د مرستیال سراج الدین پټان په وینا؛ د پلان له مخې به دغه نیالګي په پارکونو او نورو زرغونو سیمو کې په معیاري توګه کېنول شي او په منظمه توګه به یې ساتنه کېږي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د ښار په کچه د زرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره مرسته وکړي
د پنځلسمې ناحیې په پارکونو کې د زرګونه نیالګیو او ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې