د ښاري سیمو د زرغونتیا په موخه، د لسمې ناحیې اوسیدونکو د (۶۵۰) نیالګیو په ایښودلو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د كابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستيال سراج الدين پټان له هغه ښاريانو څخه چې، د خپلو سیمو په زرغونتیا کې یې برخه اخیستې مننه وکړه او ویې ويل: د دې ناحیې بېلابېلې سيمې به پراختيا ومومي، د کابل ښار په ښکلا او زرغونتیا کې د ښاریانو رول مهم دی، که هر ښاري د خپل ښار او خپلې سیمې زرغونتیا ته پام وکړي، ډېر ژر به د یو زرغون او ښکلی کابل ښار شاهدان و اوسو. دغه راز د دوه ویشت ګونو ناحيو د ګذر وکيلانو د شورا رئیس حاجي احمدشاه الکوزي د لسمې ناحیې د زرغونو سیمو د ساتنې ژمنه وکړه او ویې ويل: له نویو کېنول شویو نیالګیو څخه به په منظمه توګه ساتنه او پالنه کیږي او په راتلونکو ورځو کې به د ښاري سیمو د لا زرغونتیا په موخه، ګڼ شمیر نور نیالګي هم کېنول شي. د یادونې وړ ده چې، دغه (۶۵۰) نیالګي د سردار محمد داود خان روغتون او د وزیر آباد سیمې اړوند د چهار قلعه سړکونو په اوږدو کې کینول شول.
د لسمې ناحیې اوسېدونکو د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته