په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مینې پروژې د اوم بلاک د اصلي سړک د قیرکولو چارې چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوری پيل شوی وي، په روانه اونۍ کې د لومړی کرښې قیرکولو څخه وروسته د یاد سړک د دویمې کرښې قیرکول پیل شول.
دغه سړک د ۱کیلومتره په اوږدوالي او ۳۰متره پلن والي په درلودلو سره چې د لښتیو، د پلو لارو پوښل په تیګو باندې او د ګلدانونو ایښودل هم پکې شامل دي چې تر راتلونکي یوی میاشتي به يې چارې بشپړي شي او ګټي اخیستنې ته به وسپارل شي.
د احمدشاه بابا مینې پروژې د پنځم او اوم بلاکونود اصلي سړکونو د دویمې کرښې قیرکول پيل شول
25 سنبله 1397