الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې اوسېدونکو د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

14604.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اوسېدونکو د (۲۰۰۰) نیالګیو او (۵۰۰) ګلدانیو په چمتو کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د یادې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني له هغه ښاریانو چې، د ښار په زرغونتیا کې یې برخه اخیستې مننه وکړه او ویې ویل: دغه نیالګي به د رحمن مېنې په پارک کې کېنول شي او د یادې ناحیې د پارکونو او نورو سیمو زرغونتیا ته به هم پراختیا ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښار په زرغونتیا کې د ښاریانو رول مهم دی او که چېرې هر ښاري د خپلې سیمې زرغونتیا ته پام وکړي، ډېر ژر به د یوه ښایسته، زرغون او سمسور کابل ښار شاهدان و اوسو. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو او ګذر وکیلانو د اتمې ناحیې د زرغونو سیمو په پراختیا کې د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې له کېنول شویو نیالګیو څخه به په دوامداره توګه ساتنه وکړي.