د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې اصلي سړک، (۳۸۳۴) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور او تر قلعه قاضي پورې نښلونکی سړک، (۱۱۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، چې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به په روان کال کې جوړ شي. د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي