الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې وارزول شوې

14620.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له خوا د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې و اروزل شوې او په بنسټزه برخه کې یې د بې کیفیته موادو له کارولو څخه مخنیوی وشو.  قراردادي شرکت ته په ټینګار سره وویل شول چې، د پروژو په پلي کولو کې سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه او خلکو ته د منلو وړ نه دي او په جدي توګه څارل کیږي. دغه سړک چې (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، اوس مهال یې د لښتیو جوړولو، کېندنو، خاورې لېږدولو او هوارولو چارې روانې دي او د کار له کیفیت څخه یې په بېلابېلو پړاونو کې فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې د لښتیو، کانال، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو  جوړول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول، او د یوه معیاري سړک نورې برخې شاملې دي چې، چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د کابل د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ګڼې  ترانسپورتي آسانتیاوې به رامنځته شي