د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یو ویشتمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو

14626.jpg (1820 × 1024)

په ۲۱مه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین د دې ناحیې اړوند د پلچرخي سیمې په (سبز ښوونځي) کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د ۲۱مې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات، علماوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون پيل شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي ؤ، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس د نیالګیو پر اهمیت او د زرغونو سیمو د جوړولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د نیالګیو او ونو په ساتنه او پالنه کې د سیمې د اوسېدونکو مرسته اړینه ده، کابل ښاروالۍ به د نیالګیو د خړوبولو او پالنې په برخه کې خپل پلانونه د ښاریانو په مرسته پلي کړي. دغه راز د ۲۱مې ناحيې رئيس په خپلو خبرو کې وويل: د نيالګيو ايښودل يو الهي امر دی او د انسانانو په ژوند کې ډېرې ګټې لري، د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، هر ښاري باید یو نیالګی کېنوي او پالنه یې وکړي. پاتې دې نه وي چې، په ۲۱ ناحیه کې به د زرغونو سیمو د جوړولو او پراختیا لپاره د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست لخوا په پام کې نیول شوي پلانونه د یوه سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه پلي شي