د لومړۍ ناحيې د درېيم او څلورم ګذر اوسېدونکو د (۱۵۰۰) ډول ډول نيالګيو په کېنولو سره د ښار په زرغونتيا کې برخه واخیسته. د لومړۍ ناحيې مرستيال مولوي شمس الدين الهام د ښاریانو له دې نیک اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: دغه نيالګي به د جوماتونو په پارکونو، د سړکونو په اوږدو او په هديرو کې کېنول شي، او په منظمه توګه به یې ساتنه او پالنه وشي. نوموړي زیاته کړه: د دې ناحیې پارکونه او زرغونې سیمې به پراختیا ومومي او د کابل ښار په ښکلا او زرغونتیا کې د ښاریانو رول مهم دی، که هر ښاري د خپلې سیمې زرغونتیا ته پام وکړي، د کابل ښار ښکلا او زرغونتیا به نوره هم زیاته شي. په ورته وخت کې د یادې ناحیې ګذر وکیلانو او اوسېدونکو د ښاري سیمو د زرغونتیا په ساتنه او پراختیا کې د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل: له کېنول شویو نیالګیو څخه به په منظمه توګه ساتنه وشي، څو د ښاري سیمو زرغونتیا او ښکلا ته زمینه برابره شي.
د لومړۍ ناحیې اوسېدونکو د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته