الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه د بادام باغ تر سړک پورې د نښلوونکي سړک چارې روانې دي

14632.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند له پروان سه سیمې څخه د بادام باغ تر سړک پورې د (۵۶۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې چې د راتلونکو (۳) میاشتو په موده کې به جوړ شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو او استنادي دیوالونو جوړول هم شامل دي چې، د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو ریاست د انجنیرانو له خوا یې له کاري پړاوونو څخه څارنې ترسره کیږي.  د یاد نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پروان سه او بادام باغ سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، او له بلې خوا به دغه سړک د ترافیکي بهیر په ویش کې ځانګړی اهمیت ولري