په دوه ویشتمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د دوه ویشتمې ناحیې د رئیس مولوي محمود، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو له لوري پیل شو. د زرغونتیا رئیس د یادې ناحیې ښاریان د زرغونو سیمو پراختیا ته وهڅول او ویې ویل: په پلان کې ده ترڅو هغه سیمې چې، د زرغون کېدو وړتیا لري زرغونې کړو. نوموړي د یادې ناحیې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، نیالګي کېنوي او په دوامداره توګه ترې ساتنه وکړي. ورته مهال د دوه ویشتمې ناحیې رئیس، د یادې ناحیې اوسېدونکو او مشرانو ژمنه وکړه چې، د زرغونو سیمو د رامنځته کولو په برخه کې به ګډ کار کوي. د یادونې وړ ده چې، د دوه ویشتمې ناحیې د ښاریانو له لوري سلګونه نیالګي د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې د کېنولو په موخه چمتو شوي دي او په راتلونکو ورځو کې به دا شمېر ډېر شي
په دوه ویشتمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو