د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون د نیالګیو کېنولو کمپاین د نهمې ناحیې د تره خېلو له سیمې څخه پیل شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي ؤ،د نهمې ناحيې مرستيال مولوي عبدالغفور غفوري او د زرغونتیا ریاست فني مرستيال سراج الدين پټان د نيالګيو د اهمیت او ارزښت په اړه رڼا واچوله او ویې ویل: د نيالګيو ايښودلو موسم د ښاري سيمو د زرغونتیا لپاره مناسب فرصت دی، موږ ټول باید په دې موسم کې نیالګي کېنوو او پالنه یې وکړو، د نهمې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه به د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا زرګونه نیالګي کېنول شي. د یادنې وړ ده چې، د نهمې ناحیې د بېلابېلو سیمو د زرغونتیا په موخه، د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو له خوا هم د ناجو (۲) زره نیالګیو مرسته شوې ده
په نهمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو