الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال - لوېدیځ سړک د جوړولو پروژه ۸۶ سلنه پرمخ تللې ده

14652.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې او ۱۷مې ناحیو اړوند له ذاکرین ښارګوټي څخه دقرغې تر سړک پورې د کابل شمال - لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړولو پروژه چې، (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري تر اوسه (۸۶) سلنه پرمخ تللې ده. اوس مهال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د دغه سړک د پاتې برخې (د غره د لمنو د کیندلو) چارې روانې دي ترڅو د سړک د اساسي برخو جوړولو ته زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، تر ژمي وړاندې د یاد سړک (۷) کیلومتره برخه قیر شوې ده او هڅه کېږي چې د پاتې برخې د جوړولو چارې یې هم ژر تر ژره بشپړې شي. د دغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا له شمالي ولايتونو څخه د کابل لوېديځ لوري ته ترافيکي بهیر ووېشل شي او بله خوا به په سراى شمالي سيمه او د کابل ښار دننه سړکونو کې د ګڼې ګوڼې مخه و نيول شي