د اتصالات مخابراتي شرکت د لسمې اړوند سیمو کې د (۶۰۰۰) نیالګیو په کېنولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري له یاد شرکت څخه د مننې په ترڅ کې د زرغونو سیمو په ارزښت او په ژوند کې د ونو د رول په اړه په جلا جلا توګه خبرې وکړې او ویې ویل: د ښار د آبادۍ او زرغونتیا په برخه کې د ښاریانو او خصوصي سکتور رول مهم دی، کابل ښاروالۍ د ښاري سیمو د ښکلا او زرغونتیا په برخه کې د ښاریانو او متشبثینو مرستې ته اړتیا لري. دغه نيالګي د وزير محمد اکبر خان په پارک او د لسمې ناحيې اړوند نورو سیمو کې کېنول شول. دغه راز د اتصالات مخابراتي شرکت په استازیتوب ډاکټر سید خالد له کابل ښاروالۍ سره د مرستې د دوام د ژمنې په ترڅ کې وویل، د ښار زرغونتیا یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، موږ ټول باید لاسونه سره یو کړو او خپل ښار آباد او زرغون کړو
د اتصالات مخابراتي شرکت د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته