الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نښلونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

14664.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې، شپږمې او ديارلسمې ناحیو اړوند له دیوان بیګي سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د (۱۷۳۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د نوي نښلونکي سړک او د دغه سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د یوه موټریز پله د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د  کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا روانې دي او د روان کال په اوږدو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا د کمپنۍ  او برچي سړک ترمنځ دوهم نښلوونکی سړک دی، چې کابل ښاروالۍ یې د جوړولو په اړه اقدام کړی دی. د يادونې وړ ده، چې له قلعه ناظر څخه د برچي حمام تر نخاس پورې د لومړي سړک (کمپنۍ-برچي سړک) د جوړولو چارې، چې (٢٢٧٤) متره اوږدوالى او (٣٠) متره سور لري، تر اوسه ( ٩٩) سلنه پرمخ تللې دي. د دغو دوو نښلونکو سړکونو په جوړیدو سره به د کابل په لویدیځ زون کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.