الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په عادي توګه پرمخ ځي

14668.jpg (1820 × 1024)

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې، اوس مهال یې د کېندنو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوال د جوړولو چارې روانې دي. د یاد سړک استملاکي ستونزې د کابل ښاروالۍ له خوا په بشپړه توګه هوارې شوې او د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شوې ده. دا سړک چې، د کابل ښار یو مهم سړک شمېر کیږي، د هېواد پنځه سویلي او سویل ختیځ ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي او له خورا اقتصادي اهمیت څخه برخمن دی. د طرحه شوي ډېزاین له مخې د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه  چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې په څلورو لیکو کې (۷) کیلو متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو، تم ځایونو، په سړک د کرښې اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به په نږدې پنځلس میاشتو کې په اساسي توګه جوړ شي. د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې د کار له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په منظمه توګه  فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.