د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وزیرمحمداکبرخان سیمه کې د ۳ فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

14672.jpg (1820 × 1024)

د وزیر محمد اکبرخان سیمې د دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۱۱۶۰) متره اوږدوالی او له (۱۲) څخه تر (۱۳.۵) مترو پورې سور لري، د لښتیو او پلو لارو جوړول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجینرانو له خوا د یادې پروژې د چارو د ښه کیفیت د تضمین په موخه، فنی او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د یادونې وړ ده چې، د دغو سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د یادو سیمو د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې او بله خوا به د ور څېرمه سړکونو ترافیکي بهیر وویشل شي.