د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې ۳۵ سلنه مخته تللې دي

14676.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې، چې تېر کال د ۲۵۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره پیل شوې وې، تر اوسه ۳۵ سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د ګڼه ګوڼې ستونزې په درک کولو سره پر قراردادي شرکت ټینګار کړی دی چې، د یاد سړک چارې تر ټاکل شوې مودې ( د روان کال تر عقرب میاشتې) مخکې په ښه کیفیت بشپړې کړي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د پلو لارو، ګلدانونو، په سړک د کرښې اچولو، ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون جوړېږي چې، د کار له کیفیت څخه یې په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي ترڅو د سړک جوړولو دا پروژه هرڅه ژر په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي. د یادونې وړ ده چې، د هوا له سړېدو وړاندې د یاد سړک د یوې لیکې د ۰ ۲۰۲ مترو په اوږدوالي برخه قیر شوې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.