د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي

14678.jpg (1820 × 1024)

 د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د (۹۳۹۸) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي. دغه سړک چې، د کابل ښار له مهمو سړکونو شمېرل کیږي د چارو د کیفیت د تضمین په موخه یې په بېلابېلو پړاونو کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له خوا فني او تخنیکي څارنې ترسره کیږي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې شاملې دي، چې چارې یې تر اوسه (۲۷) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ترافیکي او ترانسپورتي برخو کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي