د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د سړک جوړولو چارې بیا پیل شوې

14686.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د محبس له څلورلارې څخه د سلیم کاروان تر سړک پورې د (۲۰۰۹) مترو په اوږدوالي، (۲۴، ۳۰ او ۴۰) مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې چې، د هوا د سړښت له امله ځنډېدلې وې، بیا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د سړک جوړولو دغه پروژه چې تر اوسه (۳۷) سلنه مخته تللې ده، تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې به بشپړه شي. په یاده پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د ترافیکي نښو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي چې، د کار له کیفیت څخه یې په بېلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي.