د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په درېیمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

14690.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د درېیمې ناحیې دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون د یادې ناحیې په کچه د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د درېیمې ناحیې مرستیال مفتي اختر محمد عثماتي او یو شمېر نورو ګډون والو د نیالګیو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د نیالګیو کېنولو موسم د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی او اړتیا ده چې، ټول نیالګي کېنوو او ساتنه یې وکړو. د دوی په وینا؛ د زرغونتیا ریاست به د درېیمې ناحیې په کچه زرګونه نیالګي  کېنوي او په دوامداره توګه به یې ساتنه وشي. اړتیا ده چې، ښاریان د خپلو ملکیتونو مخې ته او په نورو ښاري سیمو کې د نیالګیو په ساتنه او خړوبولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي ترڅو د کابل ښار ښکلا او زرغونتیا نوره هم پراختیا ومومي. د یادونې وړ ده چې، د درېیمې ناحیې د یو شمېر ښاریانو له خوا هم بېلابېل نیالګي چمتو شوي دي او په نږدې ورځو کې به نور ښاریان هم نیالګي چمتو کړي.