الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شور بازار سړک د جوړولو چارې پیل شوې

14695.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام چوک څخه د باغ قاضي تر سړک پورې د (۱۳) میلیونه (۹۰۴) زره او (۹۵۵) افغانیو په لګښت د شور بازار سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۲۹۳) متره اوږدوالی او (۲۵) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، څراغونو نصبولو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون به د (۴) میاشتو په موده کې جوړ شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ترافیکي بهیر ووېشل شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.