الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د منډوي سړکونو د جوړولو چارې د شپې له خوا روانې دي

14699.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې اړوند د کابل منډوي د ننه سړکونو د جوړولو چارې د معمارۍ د پخواني سبک مطابق د شپې له خوا ترسره کیږي ترڅو ښاریانو او هټیوالو ته ستونزې رامنځته نشي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له خوا د یادې پروژې مدیر انجنیر محمد شریف فورمولي په دې هکله وویل: دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه (۱۳۳۰) متره اوږدوالی او له (۱۰) څخه تر (۱۴) مترو پورې سور لري د لښتیو او پلو لارو د جوړلو په ګډون تر اوسه (۶۰) سلنه مخته تللې ده او تر راتلونکو (۳) میاشتو پورې به په معیاري توګه بشپړه شي. نوموړي زیاته کړه چې، د ګڼه ګوڼې له امله د ستونزو په درک کولو سره د منډوي د ننه سړکونو د جوړولو چارې د ماښام له (۶) بجو څخه د سهار تر (۶) بجو تنظیم شوې دي او د ورځې له خوا یې اساسي کارونو ته چمتوالی نیول کیږي. د کابل منډوي د ننه سړکونو د جوړولو چارې له پُل باغ عمومي څخه پیل شوې دي او د کابل سیند، میوند واټ، چنداول ته مخامخ، باغبان کوچه او شاه دو شمېره سره نښلول کېږي. د یادونې وړ ده چې، د دغو سړکونو په جوړولو کې له ځانګړو تیږو څخه کار اخیستل کېږي.