د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په پروژه کې له بې کیفیته کار څخه مخنیوی وشو

14701.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو ریاست له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په پروژه کې له بې کیفیته کار څخه مخنیوی وشو او هغه برخې یې چې، د تخنیکي ستونزو له امله یې درز پیدا کړی وو ویجاړې شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په دې اړه وویل: د یادې ستونزې د رامنځته کېدو دلیل په سړو موسم کې د تدابیرو نشتون دی چې، ویجاړې شوې برخې به بېرته په معیاري توګه جوړې شي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، د سړک جوړونې پروژو له چارو څخه د کیفیت د تضمین په موخه څارنې کیږي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي چې، د سړک جوړونې په پروژو کې غفلت وکړي او د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت سبب وګرځي. له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې د سړک د جوړولو او پراختیا پروژه ۳۲۲۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، چارې یې تر اوسه ۷۴ سلنه مخته تللې دي. مخکې د غازي لېسې له مخې څخه تر دهبوري څلورلارې پورې د ۲۰۲۰ مترو په اوږدوالي او له دهبوري څلورلارې څخه د کوټه سنګي په لور په یوه لیکه کې د ۸۴۰ مترو په اوږدوالي برخه قیر شوې ده. د ویجاړو شویو برخو سربېره به د یاد سړک پاتې نورو برخې هم تر بنسټیزو چارو وروسته تر راتلونکو دوه میاشتو پورې قیر او د ترافیکو پرمخ به پرانیستل شي. دا سړک په یوه اصلي او یوه فرعي لیکه کې، د لښتیو، ګلدانونو، پلو لارو، کرښې اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د یادونې وړ ده چې، د کیفیت تضمین او د کارونو ښه ترسره کول د کابل ښاروالۍ د قراردادونو مهمه برخه ده او د یادې پروژې چارې به د تسلیمۍ پر مهال یو ځل بیا و ارزول شي