الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې روانې دي

14713.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د سړک د فرعي لیکو داساسي جوړولو په موخه، د کېندنو، هوارولو، د لښتیو جوړولو او جذبي څاګانو د کېندلو چارې روانې دي. د اصلي سړک دواړو خواوو ته فرعي سړکونه (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۱۴.۵) متره سور لري چې (۶.۴) متره یې د موټرو د تګ راتګ، او پاتې نوره برخه یې پلو لارو، ګلدانونو، د پلو لارو دهلیزونو، د بایسکل چلولو لیکو او ترافیکي نښو ته ځانګړې شوې ده. د یاد سړک کین خوا ته فرعي لیکه مخکې قیر شوې ده او د دویمې لیکې قیر چارې به یې د بنسټیزې برخې تر جوړېدو وروسته ترسره شي چې، ورسره جوخت به د سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او تر څنګ به یې ګڼې ښاري او ترافیکي آسانتیاوې هم رامنځته شي.