د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامي - لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

14715.jpg (1820 × 1024)

د ۲۱مې ناحیې اړوند د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د بګرامي – لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړونې په دې پروژه کې چې، (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۶۰ )متره سور لري، د (۴) پلچکونو، د (۷۰۰۰) متر مکعب په اندازه استنادي دیوالونو، لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. کابل ښاروالۍ پلان لري ترڅو د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې چې، اوس مهال یې تداکارتي پړاوونه روان دي هم پیل کړي. د دغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل په ختیځ زون کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او بله خوا به د هیوادوالو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.