د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې بیا پیل شوې

14717.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې چې، د تخنیکي ستونزو له امله ځنډېلې وې، بیا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په وینا؛ د یاد سړک د جوړولو قرارداد له مخکني شرکت سره د سرغړونې له امله لغوه شو او د دې سړک هغه برخې چې، په غیر معیاري توګه جوړې شوې وې ویجاړې شوې او بېرته به په اساسي توګه جوړې شي. ښاغلي ناصري زیاته کړه: د ګلباغ سړک د جوړولو او پراختیا پروژه چې، (۳۱۷۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د نوي قراردادي شرکت له خوا په ښه کیفیت او معیاري توګه د روان کال په بهیر کې ترسره شي. نوموړي زیاته کړه: کابل ښاروالۍ د ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې د پروژو پر کیفیت ټینګار کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي چې، د بې کیفیته کار له امله د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت لامل وګرځي. کابل ښاروالۍ به ډېر ژر له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل کړي چې، دا کار ترانسپورتي آسانتیاوو ته د لاس رسي او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري